Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 اپریل 20

له کووید ۱۹ بحران سره د مبارزې په موخه، نړیوال بانک د خپلو مالي مرستو یوه برخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته ولېږدولې

کابل، د ۱۳۹۹ د غویی لومړئ – نړیوال بانک په خوښۍ سره اعلاموي چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري په ۲۵ نېټه د افغانستان حکومت ته ۲۰ میلیونه ډالر د کووید ۱۹ بحران سره د بېړنۍ مقابلې لپاره – چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ په تړاو د خدمتونو وړاندې کوونکو سره قرار دادونه هم رانغاړي، ورولېږدول شول.

 دا د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو وړیا مرستې لومړۍ جوپه ده چې نړیوال بانک یې د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۲ نېټه په افغانستان کې له کووید ۱۹ سره د بیړنۍ مبارزې او د صحي سیستم د چمتووالي پروژې لپاره منلې وه او د ۲۰۲۰ د اپریل په ۱۲ نېټه نافذه شوې وه.

پر دې سربېره، د دې لپاره چې د افغانستان حکومت ته کووید ۱۹ پانډیمۍ سره د مقابلې په موخه د اړتیا وړ منابع برابر شي، نړیوال بانک د پروژې له تاییدیدو څه مخکې ۴۰ میلیون ډالره د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړې وې. دا مرستې د هغو قانوني لګښتونو د پرې کولو لپاره دي چې افغان حکومت یې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د کووید ۱۹ پانډیمۍ په تړاو پر صحي خدمتونو لګولي دي. څومره ژر چې حکومت د دغو قانوني لګښتونو او ورپورې تړلیو نورو لګښتونو فهرست برابر کړي، نړیوال بانک به یې هماغومره ژر د افغانستان دولت ته دغه لګښتونه بېرته تادیه کړي.

په افغانستان کې له کووید ۱۹ سره د بېړنۍ مبارزې او د صحي سیستم د چمتووالي پروژه د مالیې وزارت او د عامې روغتیا وزارت په ګډون، د افغانستان له حکومت سره په نژدې همکارۍ سره طرحه شوې ده. پر مالي مرستې سربېره، نړیوال بانک به د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو پرمختیايي شریکانو سره په ګډه له کووید ۱۹ سره د حکومت د مقابلې د یوې برخې په توګه د دې پروژې د بریالي تطبیق په موخه د تخنیکي مرستو برابرولو ته هم ادامه ورکوي. د عامې روغتیا د وزارت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا د دې پروژې چټک انکشاف او تطبیق به په هېواد کې د کووید – ۱۹ ناروغۍ خپرېدل راکم کړي.

نړیوال بانک د عامې روغتیا او مالیې له وزارتونو سره په نژدې کار کولو ژمن دی چې د افغانستان خلک په دې سختو ورځو کې خوندي وساتي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

په واشنګتن کې:
ایلینا کاربان
ekaraban@worldbank.org
په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api