Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 جولای 21

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادی وده له جدی ننګونو سره مخ ده


کابل، د ۱۳۹۸ د چنګاښ ۳۰مه،( د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۱ مه) — د نړيوال بانک لخوا د افغانستان پر اقتصادی حالت نوی خپور شوی راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۸ کال کې، په اقتصادي پاليسيو کې پر اصلاحاتو سربېره، نږدې دوه سلنه وده لرله، چې له دې سره به بېوزلي لاپسې زیاته شي او د ژوند شرايط به نور هم ستونزمن شي.

دغه شپږمياشتنی راپور چې نن خپور شو د افغانستان پر اقتصادي ودې د جګړې، وچکالۍ او ناڅرګند سياسي وضعيت ګډې اغېزې، چې له کبله يې افغانستان په سويلي اسيا کې تر هر بل هېواد لږه اقتصادي وده موندلې، په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس ښاغلی هینری کرالی وایی: "افغانستان د وچکالۍ سربیره ډېرېدونکې ناامنۍ، ټاکنو پورې تړلي مبهم سياسي وضعيت او په امنيتي مرستو کې احتمالي کموالي جدي ننګونې سره مخ دی. له دغو جټکو هره يوه د ودې پر وړاندې قوي خنډونه جوړوي، او افغانستان له دې ټولو جټکو سره په يو وار مخ دی."

دغه راپور وايي چې په افغانستان کې لا اقتصادي مديريت پياوړی دی. د دولت پاليسيو په انفلاسيون کمولو، عوايدو راټولولو او خورا کم بوديجوي کسر په ساتنه کې مرسته کړې.

د دې راپور له مخې، پڅه اقتصادي وده د دولت د پاليسيو د خرابېدو له امله نه بلکې د منفي جټکو له امله رامنځته شوې. حقيقت دا دی چې دولت په دغو سختو شرايطو کې د ډېرو معيارونو له مخې د پاليسيو په اصلاحاتو کې منظم پرمختګ کړی. راپور وايي چې د دولت عوايد په ۲۰۱۸ کال کې ۱۹۰ مليارده افغانيو ته پورته شول،‌ چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷ سلنه لوړوالی ښيي، دا په داسې حال کې ده چې د بوديجې مصرف هم تر پخوا ډېرو لوړو کچو ته ورسېد. دولت په ۲۰۱۸ کال کې ۹۲ سلنه ملي بوديجه لګولې وه.

که پياوړی اقتصادي مديريت همداسې دوام ومومي، نړيوال بانک په راتلونکو کلونو کې په اقتصادي وده کې د پرمختګونو وړاندوينه کوي. اټکل کېږي چې د هوا د حالاتو له ښه والي او په ټاکنو پورې تړلو سياسي ستونزو له حلېدو سره به اقتصادي وده په ۲۰۲۰ کال کې ۳.۲ او په ۲۰۲۱ کې ۳.۵ سلنه لوړه شي.

په اوږده مهال کې ډېرې چټکې ودې ته اړتيا ده چې د بېوزلۍ په اوسنۍ لوړه کچه کې د پام وړ ټيټوالی راولي. د دې راپور له مخې، د ډېرې چټکې ودې امکانات شتون لري، خو رامنځته کېدل يې ځانګړو شرايطو ته اړتيا لري.

ښاغلي کرالی وويل: "دولت بايد ډېر کار وکړي چې د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، د ټاکنو پروسه پرته له خنډه پلې کړي او په راروانو سختو مياشتو کې د اداري فساد او کمو شويو مالي منابعو د خراب مديريت مخنيوی وکړي. نړيواله ټولنه هم د خصوصي سکتور او ودې د تقويې په برخه کې يو حياتي نقش لوبولای شي، هغه داسې چې د امنيت او پراختيايي چارو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او يقيني کړي چې دا مرستې د دولت له پلانونو سره ډېرې همغږې او تړلې دي."

دغه راپور څرګندوي چې له طالبانو سره هر راز سياسي جوړجاړی به مهمې اقتصادي ګټې ولري ځکه چې له دې سره به د باور فضا رامنځته شي شي او په بهر کې مېشت افغانان به وهڅوي چې له خپلو پانګو او تخصصي مهارتونو سره افغانستان ته راستانه شي. د دې ګټو ترلاسی په امنيتي حالاتو کې له پايدار او ژور ښه والي وروسته رامنځته کېدای شي.

ښاغلي کرالی زياته کړه: "که هر څه پېښ شي، چټکه وده به يوازې هغه وخت شونې وي چې امنيت ښه شي او دولت د خصوصي سکتور ودې ته ژمن وي، داسې چې د پانګوالو حقونو ته درناوی ولري او د افغانستان هغه لاسته راوړنې، چې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې يې د پياوړو او بې پرې دولتي بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره کړي، وساتي."


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

In Washington:
Elena Karaban
ekaraban@worldbank.org
Api
Api