Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه2022 نومبر 22

د نړيوال بانک سروې: د افغانستان خلکو لپاره اوس هم د ژوند شرايط سخت دي

واشنګټن؛ د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۲۲مه: د نړيوال بانک له لوري يوه نوې ترسره شوې سروې چې نن خپره شوه، ښيي چې په افغانستان د کورنيو لپاره د ژوند شرايط اوس هم سخت دي؛ ځکه دوه پر درې برخې کورنۍ اوس هم په ډېرې سختۍ سره خپلې خوراکي او غير خورا کي لومړنۍ اړتياوې پوره کوي.

د افغانستان پر هوساينې د څار دويمه سروې چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جون او اګسټ مياشتو په منځ کې بشپړه شوې، د ژوند لومړني شرايط چې په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته رامنځته شوي، تر څېړنې لاندې نيسي. په ټوله کې، دا سروې په افغانستان کې د ژوند سخت شرایط انځوروي؛ ځکه دغه هېواد کې په پراخه کچه محروميت دوام لري او د خوړو ناخونديتوب اندازه هم مخ پر لوړېدو ده، چې په پايله کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر اقتصادي وضعيت او هوساينې منفي اغېز کوي. د دې سروې لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګټوبر او ډيسمبر په مياشتو کې بشپړ شوی و.

د افغانستان لپاره د نړيوال بانک د دفتر رئيس ملينډا ګوډ په دې اړه داسې وايي: " دا چې د افغانانو اکثره کورنۍ له لويو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زده‌کړو ته لاسرسی په ځانګړې توګه د نجونو لپاره زښت ډېر محدود شوی، د ژورې خواشينۍ وړ دی. جدي اړتيا ده چې د طالبانو سرپرسته اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي او دا زمينه دې برابره کړي څو خصوصي سکټور خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي کاري فرصتونه رامنځته کړي. له دې پرته به د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو هوساينه له جدي خطر سره مخ شي."

د سروې عمده موندنې:

  • د افغانانو دوه پر درې برخه کورنۍ د خپلو خوراکي او غير خوراکي لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي، چې د لومړي پړاو سروې په پرتله چې د ۶۹ سلنه کورنيو په اړه يې د ورته شرايطو ښودنه کوله، جزوي ښه والی په ګوته کوي. د خوراکي توکو د بيو لوړوالی او د تېر کال وچکالۍ دوامداره اغېزې؛ خوراکي توکو ته د لاسرسي د کمېدو اصلي لامل ګڼل کېږي. دغه حالت دا ښکاره کوي، چې په راتلونکي ژمي کې به د اقتصادي محروميت لمن لا پراخه شي.
  • سروې ته د ځواب ويونکو پنځه شپيته سلنه پر دې باور دي، چې په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې به يې د کورنيو اقتصادي وضعيت له دې هم بدتر شي. دغه سلنه د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال په اوړي کې يوازې ۲۶ سلنه وه او د دې سروې په لومړي پړاو کې بيا ۵۹ سلنه وه، چې د اقتصادي وضعيت په تړاو د بدبينۍ حس زياتوالی ښيي.
  • د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر تر د ۲۰۲۲ کال جون پورې د کورنيو د سرپرستانو ترمنځ د کار کچې اووه سلنه زياتوالی موندلی دی، دې ته په پام سره چې په خصوصي سکټور کې د کار اندازه زياته شوې ده؛ خو په دولتي سکټور کې اوس هم دا اندازه کمه ده. د کورنيو ۹ سلنه سرپرستانو په خصوصي سکټور کې د کار کولو له لارې معاش اخلي، په داسې حال کې چې ډېری ځوانان چې عمرونه يې له (۱۴ تر ۱۸) کلن دي او مسن کسان چې عمرونه يې له (۵۵ تر ۶۵) کلونو دي، ځان ته د کار پيدا کولو په لټه کې دي؛ خو له بده مرغه د کار په پيدا کولو نه توانېږي او دا چاره په دې هېواد کې د بې‌روزګارۍ د زياتېدو لامل شوې ده. بلخوا، په سروې کې ډېر شمېر ښځو راپور ورکړی، چې له اقتصادي پلوه فعالې دي او په کاري ځواک کې د دوی ونډه د ۲۰۱۶ يا ۲۰۲۰ کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده. له دې سره سره ښځې تر ډېره په کورونو کې دننه پر اقتصادي فعاليتونو بوختې دي او د طالبانو د سرپرستې ادارې له خوا د محدودیتونو په وضع کولو سره یې اجتماعي‌ ژوند محدود شوی او فعالیتونه یې په پراخه کچه کمزوري شوي دي.
  • په ملي کچه، په لومړنيو ښوونځيو کې نوم ‌ليکنه د ۲۰۱۶ کال د شمېرو سره برابره ده، چې دا په کليوالي سيمو کې ښوونځيو ته د نوم ‌ليکنې د زياتوالي له امله ګڼل ګېږي. په ښاري سيمو کې لومړنيو ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو نوم ‌ليکنه بيا له هغه څه کمه ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې تر سترګو کېده. په کليوالي سيمو کې منځنيو ښوونځيو ته د هلکانو نوم‌ ليکنه په ډېره کمه اندازه تر سترګو کېږي او په ښاري سيمو کې دا نوم ‌ليکنه بيا کمه شوې ده؛ ځکه لوړ عمر لرونکي هلکان د کار کولو په موخه زده‌کړې پرېږدي. په منځنيو ښوونځيو کې د نجونو حضور په ځانګړې توګه په ښاري سيمو کې له ۴۴ او ۵۰ سلنې په ترتيب سره د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو د اوړي په پرتله، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲ سنله کم شوی دی. دا موندنې د طالبانو سرپرست حکومت له لوري د نجونو منځنيو ښوونځيو له تړلو سره ورته‌والی لري.
  • روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی اوس هم شته؛ ځکه د هغو کسانو شمېر چې روغتيايي خدمتونو ته يې اړتيا وه او لاسرسی يې نه دی ورته موندلی، يوازې ۸ سلنه دی. د کليوالي او ښاري سيمو ترمنځ روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه د لږ توپير راپور ورکړل شوی دی. له سياسي بحران وړاندې هم ښځو کولی شول چې له نارينه‌ وو سره په برابره توګه په خصوصي او دولتي روغتونونو او کلنيکونو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ولري. د دې سروې د موندنو پر بنسټ، د هغو ټولو کسانو له ډلې چې روغتيايي مراقبت يې شوی، شاوخوا ۵۷ سلنه يې دغه خدمتونه په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې ترلاسه کړي دي. دولتي روغتونونه په ښاري سيمو کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري او د روغتيايي لومړنيو خدمتونو دولتي مرکزونه بيا په کليوالي سيمو کې د روغتيايي مراقبت دويمه مهمه سرچينه ده.
  • په خلکو کې د امنيت او خوندیتوب احساس ښه شوی. دوه پر درې برخې کورنيو ويلي، چې د تېر يوه کال په پرتله د ښه امنيت او خونديتوب احساس کوي؛ خو دا موضوع بيا په مرکزي او لوېديځ-مرکزي سيمو کې صدق نه کوي. دې سيمو کې ډېری کورنۍ د تېر کال په پرتله د کم امنيت احساس کوي.
د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2022

اړیکه

په واشنګتن کې
دایانا چنګ
+1 (202) 867-8079

Blogs

    loader image

WHAT'S NEW

    loader image