Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 سپتمبر 2

د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مشرتابه هیئت د کمیټې کلنۍ غونډه ترسره شوه

د ۱۳۹۹ د وږي ۱۲ نېټه ـــ د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مشرتابه کمیټې (ARTF)، د افغانستان د دولت د ملي بودیجې د تر ټولو لویې نړیوالې تمویلوونکې منبعې په حیث چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي، نن خپله کلنۍ غونډه ترسره کړه. دا غونډه د مالیې وزارت د سرپرست جلالتمأب عبدالهادي ارغندیوال او په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر ريیس ښاغلي هینري کرالي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مرستندویو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو تمویلوونکو ادارو استازو د افغانستان دولت د پراختیايي پروګرامونو د ملاتړ د دوام لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق د نقش په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. د دې کمیټې د رهبرۍ غړو پر دې سربېره چې په  ۱۳۹۷-۱۳۹۹ کلونو کې د افغانستان د بیارغونې صندوق د مالي ستراتیژۍ د پرمختګ بهیر یې وڅېړه، پر دې باندې یې هم بحث وکړ چې تر ۱۳۹۹ کال وروسته زماني مودې لپاره د دې صندوق د مالي همکاریو پروګرام د چوکاټ له لارې مالي مرستې څنګه برابرې کړي. د افغانستان حکومت د افغانستان د بیارغونې صندوق په مرسته له نړیوالو همکارانو سره په نژدې همغږۍ او مشارکت سره تل هڅه کوي چې د بېوزلۍ د کچې د راکمولو، د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو، د عامه او ملکي پروګرامونو لپاره د عادي بودیجې د تأمینولو او د اساسي اصلاحاتو د عملي کولو لپاره لازمې چارې طرحې او عملي کړي.

د مالیې وزرات سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: ” موږ د افغانستان د بیارغاونې صندوق او د نړیوالو تمویلوونکو هېوادونو د هغو مالي او تخینکي مرستو په خاطر مننه کوو چې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو سره د مقابلې لپاره یې د افغانستان دولت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کړې وې. موږ په تېره بیا، ستاسو د سخاوت، هلو ځلو او ژمنې په خاطرچې په دې بحراني او سخت حالت کې مو د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کړي دي، د زړه له کومي مننه کوو. د کوویډ-۱۹ له بحران سره د مقابلې په برخه کې ستاسو بې دریغه مرستې او ملاتړ سبب شول چې افغانستان د دې ناروغۍ د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي او د دې نړیوال صحي بحران د مقابلې لپاره لا ټینګ ګامونه پورته کړي. موږ د نړیوال بانک ګروپ څخه هم مننه کوو چې د افغان ټولنو او کورنیو سره د مرستې د پروژې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د بیړنۍ مقابلې د چمتووالي او د افغانستان د صحي نظام د تقویې پروژې او د کرنې او د غذايي مصؤنیت د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې د تمویل لپاره یې مالي ملاتړ برابر کړی دی. "

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هینري کرالي وکړه او ویې وویل: په داسې حال کې چې افغانستان د کوویډ-۱۹ په پانډیمۍ پسې له خورا سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخ دی، د افغانستان د بیارغونې صندوق د بلاعوضو مالي مرستو د برابرولو له لارې هڅه کړې ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د دوام او د پراختیايي هدفونو د غځولو په برخه کې د افغانستان له دولت سره مستمره همکاري او ملاتړ وکړي. د افغانستان د بیارغاونې صندوق د افغانستان دولت د عادي او انکشافي بودیجې تر ټولو لویه تمویلوونکې منبع ده چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي. نړیوال بانک له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې په راتلونکې کې د افغانستان دولت او خلکو د دوامداره ملاتړ په اړه ډاډ حاصل شي."

دې کمیټې تر ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان د بیارغونې صندوق لومړیتوبونه، د دې صندوق د مالي همکاریو د پروګرام له چوکاټ سره سم، وارزول او بحث یې ورباندې وکړ او د مالي همکاریو په پروګرام کې کلني تغییرات منظور کړ. د کمیټې غړو د افغانستان د بیارغاونې صندوق د ملاتړ او همکارۍ د دوام او د هغو پروژو د مؤثریت د زیاتولو په اړه چې دا صندوق یې تمویلوي، ژمنې وکړې.

******

د افغانستان د بیارغونې صندوق په اړه:

د افغانستان د بیارغاونې صندوق د افغانستان لپاره د مالي مرستو تر ټولو مهمه او معتبره منبع ده چې نړیوال بانک یې د ۳۴ نړیوالو تمویلوونکو او د نړیوالو سازمانونو په استازیتوب مدیریت کوي. دا صندوق د پراختیايي پروګرامونو د مخ ته وړلو او د اصلاحاتي لومړیتوبونو د تطبیق لپاره مالي مرستې نېغ په نېغه د افغانستان ملي بودیجې ته برابروي او د افغانستان دولت تر ټولو لوی تمویلوونکی ګڼل کېږي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

د مالیی وزارت
شمروز خان مسجدی
0202103620
shamroz.masjidi@mof.gov.af
کابل
نړیوال بانک
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api