Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 اپریل 2

د نړیوال بانک لخوا په افغانستان کې د کووید-۱۹ (کرونا) ویروس د شیوع د مخنیوي په هدف د سل میلیون ډالرو په ارزښت بیړنۍ مرسته تصویب شوه

 

واشنګټن، د ۱۳۹۹ کال د وري ۱۵ – نن د نړیوال بانک د مدیره پلاوي لخوا د سل اعشاریه څلور میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت وړیا مالي‌ مرسته د کووید-۱۹ (کرونا) ویروس په وړاندې د بیړني غبرګون او د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړي‌ کولو پروژې د تمویل لپاره تصویب شوه. په نظر کې ده چې دغه مالي‌ مرسته به د کووید-۱۹ (کرونا) د نوي ویروس په وړاندې د اغېزمنو اقدامونو د ترسره کولو او په افغانستان کې د نوموړي‌ ویروس د خپرېدو له امله د ګواښونو په کمولو، د روغتیايي نظام د لا پیاوړي‌ کولو او له دې پدیدې سره د مقابلې په برخه کې مصرف شي.

دغه بېړنۍ مالي مرسته به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو بهیر لا پیاوړی کړي او په دې توګه به هڅه وشي څو په افغانستان کې د کووید-۱۹ ویروس د خپرېدو کچه پڅه شي او د تقاضا د زیاتوالي په صورت کې به خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي. دغه مالي مرسته به په ویروس اخته کسانو ته د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر پياوړی کړي، او له خطر سره د مخامخ افغانانو، ډاکټرانو او ټولو روغتیايي کارکوونکیو، روغتونونو، لابراتوارونو او په ملي روغتیايي ادارو کې د اړتیاوو د ملاتړ لپاره به مصرف شي. دغه پروژه به همدارنګه مرسته وکړي‌ څو په افغانستان کې د کووید-۱۹ (کرونا) د نوي‌ ویروس د پراخې شیوع او خپرېدو د احتمالي زیاتوالي په مهال د اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي‌ او د عامه پوهاوي په وده کې به هم اغېزمنه ونډه ترسره کړي.

د دې مالي مرستې څخه ۱۹،۴ میلیون ډالره یې د کووید-۱۹ (کرونا) ویروس په وړاندې د نړیوال بانک د اضطراري مرستو له ټولګې او ۸۱ میلیون ډالره یې د نړیوالي پراختیا ادارې لخوا چې له خورا بېوزله هیوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ مرسته کوونکې څانګه ده، چمتو شوي‌ دی. ټاکل شوې چې دغه پروژه به د عامې روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو سازمان له بېلابېلو ادارو او د صحتمندي پروژې تر چتر لاندې غیر دولتي موسسو سره په ګډه همغږۍ، تطبیق شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر رییس، هنري کرالي د دغې بیړنۍ مالي‌ مرستې د اعلان په اړه وايي: "نړیوال بانک ژمن دی څو  په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او له ټولو هغه هڅو څخه چې په دې هېواد کې کووید-۱۹ (کرونا) ویروس سره د مقابلې په خاطر ترسره کېږي، ملاتړ وکړي. د اوسنۍ اضطراري مالي‌ مرستې په برابرولو سره تمه کېږي چې د افغانستان روغتیايي سیستم لا پیاوړی شي او په دې توګه د کووید-۱۹ ویروس له چټکې شیوع څخه مخنیوی وشي او خلکو ته ضروري صحي خدمات په وخت سره وړاندې شي. نړیوال بانک متعهد دی چې د افغانستان دولت او نورو پراختیايي همکارانو سره په ګډه همکارۍ د دغې حیاتي پروژې د موثر تطبیق لپاره اړین تدابیر عملي‌ کړي ترڅو د کووید-۱۹ (کرونا) منفي اغېزې په ټول هېواد کې راکمې کړ".

د کوید-۱۹ ویروس سره در نړیوال بانک مبارزه

د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ لخوا د کرونا ویروس ( کووید -۱۹) په وړاندې د غبرګون د پیاوړتیا او مقابلې لپاره د وړیا مالي مرستې یوه بسته تصویب شوې چې له دې لارې به د کرونا ویروس د خپرېدو او شیوع د مخنیوي او د اخته ناروغانو د درملنې او ښه کېدو لپاره پراخ او دوام داره تدابیر عملي شي. په دغه بیړني ملاتړ کې مالي مرستې، د پالیسیو په جوړولو کې سلا مشورې او تخنیکي مرستې شاملې دي چې د دې ټول نیوونکې ناروغۍ د روغتیايي او اقتصادي اغېزو سره د مقابلې لپاره به په یو شمېر هیوادونو کې ولږول شي. همدارنګه د خصوصي شرکتونو د پانګونې او کاري فرصتونو د ملاتړ او ساتنې لپاره د نړیوالې مالي ادارې لخوا چې د نړیوال بانک د خصوصي‌ پراختیا څانګه بلل کېږي، د ۸ میلیارد امریکایي ډالره مالي مرستې د سپارلو ژمنه شوې ده. په ورته وخت کې د نړۍ په زیانمنونکو هېوادونو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د بیا رغونې او پراختیا نړیوال بانک او د نړیوالې پراختیا ادارې ( د نړۍ له بې وزله هېوادونو سره د نړیوال بانک مرسته کوونکې څانګې) لخوا هم د ۶ میلیارد امریکايي ډالرو مرستې اعلام شوی ده. په دې دلیل چې د کرونا ویروس د شیوع له امله د نړۍ په کچه ډیر شمېر هېوادونه زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري، نړیوال بانک د راتلونکو ۱۵ میاشتو په بهیر کې په مجموعي توګه ۱۶۰ میلیارد ډالره مالي مرسته له بېوزلو خلکو او د سوداګرۍ او پانګونې څخه د ملاتړ لپاره او په مجموع کې د دغو هېوادونو د اقتصاد د ملاتړ لپاره برابروي.

 


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

په واشنګتن کې:
ekaraban@worldbank.org
Api
Api