دا ګډ رېپوټ چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د نړیوال بانک ګروپ لخوا: "د افغانستان په کرنې سکټور کې کاري فرصتونه " تر سرلیک لاندې چمتو شوۍ، د دغه سکټور د ونډې او په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې د فرصتونو د پراختیا په هکله یو عمومي انځور او هراړخیز معلومات وړاندې کوي. د نوموړي رېپوټ موندنې په لاندې درې برخو متمرکزې دي:
- په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې اوسنۍ وضعیت او جوړښت
- په کلیوالي سیمو کې د کرنې سکټور په مټ د خورا زیانمنېدونکو خلکو، په تیره ښځو، ځوانانو او هغو بېوزلو خلکو ته چې کرنیزې ځمکې نلري د پراخو کاري فرصتونو رامنځته کول، او
- د کرنې په سکټور کې د پراخو کاري فرصتونو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور د مشارکت څرنګوالۍ
د رېپوټ مهمې موندنې:
- .په ورته وخت، کلیوالي اقتصاد د کارموندنې لپاره بالقوه وړتیا نلري؛ څو په ولایاتو کې ټول ځوان بشري ځواک د کار په بازار کې جذب کړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې ۵۰ سلنه ځوانان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې کار کوي او ډیرۍ شمېر دغه ځوانان په خپلو کروندو کې د بې تنخواه کارګرانو په توګه کار کوي.
- . د یادونې وړ ده، چې په هر پنځه کلیوالي ښځو کې، څلور تنه ېې په خپلې کورنۍ کرونده کې د بې تنخواه کارګرانو په توګه کار کوي، خو د هغوی په پرتله بیا په هر پنځه نارینوو کې، یوازې یو تن ېې په خپلې کورنۍ کرونده کې د بې تنخواه کارګر په توګه کار کوي.
- که څه هم د استخدام او ګمارنې له اړخه د افغانستان په اقتصاد کې د کرنې سکټور لومړۍ ځای لري، خو د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ څخه د خورا لږ ګتې د ترلاسه کولو مهم لامل د بازارموندنې په برخه کې د خنډونو او نیمګړتیاوو پر شتون او په کلیوالي کورنيوکې د هغو کارګرانو په پراخ شمیر پورې تړاو لري؛ کوم چې په وړیا توګه پرته له تنخواه په خپلو شخصي کروندو کې کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې یو محدود شمیر کلیوالي کورنۍ دا وړتیا لري؛ څو په بازارونو کې د خپلو بڼونو د محصولاتو او یا لبنیاتو په خرڅلاو سره لږ اندازه عایدات ترلاسه کړي. د یادونې وړده، چې په کلیوالي سیمو کې ډیرۍ شمیر استوګنې ښځې او ځوانان د هغه بشري ځواک ډېره برخه رانغاړي؛ کوم چې په وړیا توګه او پرته له تنخواه په خپلو شخصي ځمکو او کروندو کې کار کوي.
- د غله جاتو او حبوباتو په فرعي سکټور کې تنوع نده رامنځته شوې او تر ډېره کچه د غنمو په کښټ او کرنې تمرکز خورا زیات دی. د غله جاتو او حبوباتو په سکټور کې د بدلون او نوښت نه شتون د دې لامل شوی؛ څو په بازارونو کې د غنمو بېعې ټیټې شي او له دې امله ډېر شمېر بزګران او کلیوالي کورنۍ زیانمنې شي. که څه هم د خوراکي مصؤونیت په برخه کې بزګران ډېرې هڅې کوي؛ څو د غنمو او نورو غله جاتو او حبوباتو کښټ او تولید ته مخه کړي، اما شونې ده، چې د غنمو په تولید کې د ګټې لږوالۍ هغوی وهڅوي څو په خپلو کرنیزو ځمکو کې د کوکنارو کښټ ته لومړیتوب ورکړي.
- که چېرې د بزګرانو لپاره مسلکي معلومات، د اړتیا وړ مالي ملاتړ او بازار ته د هغوی د لاسرسي لپاره آسانتیاوې برابرې شي، پرته له کوم شک څخه دوی کولای شي د میوه جاتو، سبزیجاتو، ګلانو او د مالدارۍ سکټور د محصولاتو په برخو کې یو شمېر بې سارو سوداګریزو او تولیدي فرصتونو ته لاسرسۍ ومومي.دغه حالت کولای شي په ټول افغانستان کې د کار او بوختیا فرصتونه په اوږد مهاله بڼه زیات کړي. د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او تولید پراختیا؛ په ځانګړې توګه د میوه جاتو او مغزیاتو او د مالدارۍ په برخه کې لبنیات کولای شي د ځوانانو لپاره د کار موندنې او عایداتي سرچینو په برابرولو کې مهمه ونډه ترسره کړي. په ورته وخت کې، د کرنیزو محصولاتو د کښت او تولید د پراختیا له امله دولت هم دا ځواک او لیوالتیا ترلاسه کوي، څو د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د کارموندنې او بوختیا لپاره زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.