که چیری د افغانستان دولت یو لړ مناسب تغذیوي کړنې او د خوارځواکۍ په وړاندې اړین اقدامونه په خپل کاري تګلاره کې ونیسي، دغه هیواد کولای شي، چې د اقتصادي ودې، د تولیداتو د ودې او بشري پانګې د پراختیا شاهد واوسي.
او یا ټیټ قدونه لري. دا د خوارځواکۍ روښانه نښې دي. په ماشوم توب کې له ودې څخه پاتې کېدل د ماشومانو د ناکافي تکامل او ودې بېلګه بلل کېږي، چې د هېواد د پرمختګ او اقتصادی ودې لپاره د هغوی د مشارکت ځواک راکموي.
له بلې خوا، هغه ماشوم چې ښه تغذیه شوی وي، تحصیل او زده کړو ته زیاته لېوالتیا لري، او درس ښه زده کوي، چې دا په خپل وار سره د ځوانۍ په مهال د هغه لپاره د زیات عاید د ترلاسه کولو زمینه برابروي. له همدې کبله دا احتمال، چې دغه شان ماشومان د ودې د پړاونو په بشپړولو او د تغذیې د مناسبو شرایطو په برکت له بېوزلي څخه وژغورل شي، زیاتېږي.
د تغذي په برخه کې د پانګه اچونې په موخه د افغانستان له دولت سره د مرستې لپاره، د تغذیې او غذايي مصؤنیت لپاره د سویلي آسیا سازمان، د عامې روغتیا وزارت، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) له یو بل سره په ګډه همغږۍ هر اړخیزه هڅه کوي، چې دا تشخیص کړي، چې څرنګه کولای شي ډېر شمېر ماشومان، ښځې او کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي او د اړینې تغذېې د برابرولو لپاره څرنګه اړین خدمات پلي کړي، ترڅو په ماشومانو کې د وینې د کمښت او لږې ودې کچه او همدارنګه د ماشومانو د مړینې کچه راکمه شي.
یو نوی راپور د په افغانستان کې د تغذي په برخه کې د پانګونې چوکاټ تر سرلیک لاندې ځینې موندنې خپرې کړې دي چې د هیواد په کچه ېې د تغذیې په برخه کې د پانګونې لګښت، د خدماتو اغېزې او ګټې په ډاګه او تعریف کوي .
.