اساسي موندنې:
- په افغانستان کې عامه لګښتونه د ناپایدارۍ په لوړه کچه کې دي. افغانستان هر کال ۱۱ میلیارډه ډالره بودیجې ته اړتیا لري، چې له دې مبلغ څخه څه باندې ۷۵ سلنه یې د نړیوالو مرستو له لارې تمویلېږي. په دغه ۱۱ میلیارد ډالري کلني لګښټ کې د افغانستان د حکومت سهم یوازې ۲.۵ میلیارد ډالره دی چې د داخلي عوایدو او مالیاتو د را ټولولو له لارې یې پوره کوي.
- اوس هم د مالي منابعو یوه زیاته برخه د دولت له بودیجې څخه بهر مصرف کېږي او دا لړۍ روانه ده. د عامه لګښتونو شاوخوا ۵.۷ میلیارډه ډالره د دولت له بودیجې څخه د باندې پروګرامونو له لارې (هغه مالي مرستې چې د حکومت مالي سیستمونو ته له ننوتلو پرته د نړیوالو شریکانو له خوا اداره کېږي) تأمینېږي. له هغو محدودو معلوماتو سره چې اوس یې د حکومت له بودیجې څخه د باندې تخصیص شویو مرستو په اړه لرو، سخته ده چې د عامه لگَښتونو په اړه یو جامع او واحد تصویر وړاندې کړو.
- په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت په بودیجه کې شامل لګښتونه په ټوله کې ظاهراً چټکه وده کړې ده (شاوخوا ۳۰ فیصده). خو که د انفلاسیون او د وګړو د زیاتېدو اغېزې په پام کې ونیسو، دا وده زیاته نه ده (په تېرو پنځو کلونو کې د سړي سر لګښت تقریباً ۴ فیصده زیات شوی دی).
- په تېرو څو کلونو کې امنیتي او دفاعي سکتور د عامه لګښتونو یوه زیاته برخه خپله کړې ده. د هر افغان لپاره په ملي بودیجه کې د عامه لګښتونو اندازه په کال کې ۱۳۵ ډالره ارزول شوې چې په دې کې ۵۰ ډالره یې پر امنیتي سکتور لګول شوي دي.
- د ملي بودیجې له لارې عامه لګښتونه په وروستیو کلونو کې لوری بدل کړی دی چې د پنځو وروستیو کلونو په مجموعي لګښتونو کي پراختیایي لګښتونه له څلورمې برخې څخه درېمې برخې ته زیات شوي دي. دا وضعیت د زېربناوو په جوړولو او بیا رغونې باندې د لګښټونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلی.
- د صحت په برخه کې د دولت لګښتونه او د پانګونې کچه هماغسې ټیټه پاتې شوې ده، څرنګه چې اوس مهال د هر افغان له پاره په کال کې ۸ ډالره لګښټ پرې کېږي. خو سره له دې هم، په وروستیو کلونو کې د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره زیاته بودیجه ځانګړې شوې ده چې دا کار د انکشافي بودیجې د زیاتېدو له لارې پر روغتیا سکتور باندې د مصارفو د کچې زیاتوالی ښکاروي.
- پر معارف سکتور باندې لګښت په وروستیو کلونو کې راکم شوی دی، په تیره بیا پر لومړنیو تعلیماتو باندې یې تبعات تر سترګو کېږي. په عامه لګښتونو کې د معارف سکتور برخه په ۱۳۹۰ کال کې ۱۷ فیصده وه خو په ۱۳۹۷ کال کې ۱۲ فیصدو ته راټیټه شوې ده. په تېرو پنځو کلونو کې د متعلمینو د تعلیم په برخه کې د سړي سر د لګښت کچه تقریباً ۱۳ فیصده راکمه شوی دی.