Skip to Main Navigation
BRIEF2024 سپتمبر 26

به افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ – د اطلاعاتو پاڼه

د افغانستان د خلکو څخه د نړیوال بانک او د افغانستان د ثبات صندوق (ARTF) ملاتړ

د 2021 کال له اګست  میاشتې راهیسې، نړیوال بانک د افغانانو د ملاتړ لپاره له 1.7 میلیارده ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده، چې په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو لپاره د خدمتونو په رسولو تمرکز لري. ټولې مرستې د طالبانو موقتې ادارې (ITA) له سیستمونو او کنټرول څخه بهر پاتې شوې دي.

د 2021 کال په دسمبر میاشت کې، نړیوال بانک د افغانستان د ثبات وجهي صندوق (ARTF) څخه 280 میلیونه ډالر د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (UNICEF) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ولېږدول. دغه مبلغ د ژمي په بحراني میاشتو کې د بېړنۍ روغتیا او تغذیې اړتیاو پوره کولو لپاره د بشردوستانه تمویل د تشې ډکولو لپاره و.

د 2022 کال له پیل راهیسې، نړیوال بانک او د افغانستان د ثبات وجهي صندوق (ARTF) بسپنه کوونکي د روغتیا، ښوونې، خوړو خوندیتوب، معیشت، او اوبو د خدماتو په برخو کې د افغان ولس پراخ ملاتړ کوي او دا خدمات په ټول هېواد کې وړاندې کوي.

د 2024 کال په فبرورۍ  میاشت کې، د نړیوال بانک مشرتابه پلاوي د نړیوالې پرمختیایي ټولنې (IDA) فنډونو چمتو کول تائید کړ، تر څو د افغانستان د ثبات وجهي صندوق (ARTF) مالي مرستو سره بشپړتیا ومومي او په ټول هیواد کې د بنسټیزو خدماتو  په وړاندې کولو سره د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي. د نړيوالې پرمختیايي ټولنې (IDA) مرستې به هم په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو ادارو او نورو نړیوالو عامه سازمانونو ته چمتو شي، چې د طالبانو موقتې ادارې (ITA) له کنټرول څخه بهر دي. نړیوال بانک له ټولو څو اړخیزو او دوه اړخیزو شریکانو سره په همغږۍ کار ته ادامه ورکوي ترڅو د افغانانو لپاره د اساسي خدمتونو مرسته تنظیم کړي.

مشرتابه پلاوي دغه راز په افغانستان کې د مرکزي آسیا- جنوبي آسیا د برېښنا د لېږد او سوداګرۍ پروژې (CASA-1000) د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ وکړ. CASA-1000 یوه سیمیزه پروژه ده چې له تاجکستان او قرغزستان څخه پاکه انرژي د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي. په افغانستان کې به د پروژې فعالیتونه په یو حلقوي چوکاټ کې بیا پیل شي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د رغونې ټول مبلغ او راتلونکي عواید له افغانستان څخه بېرون مدیریت کیږي او د طالبانو موقتې ادارې (ITA) سیستمونه په کې ښکېل نه وي.

د فعالو پروژو برخې

 [د پروژې د لاسته راوړنو په اړه تازه معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ]

په ټولو پروژو کې، نړیوال بانک د پروژو په مرکز کې مېرمنې ځای پر ځای کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې د پروژو فعالیتونه د مېرمنو له خوا او د مېرمنو لپاره پلي کیږي. د څارنې خپلواک درېیمګړي استازي د پروژې په ټولو فعالیتونو کې د پلي کولو د اصولو په نظر کې نیول تاييدوي.

د افغانستان د ټولنې د ثبات او معیشت پروژه (د 2022 کال په اپریل میاشت کې تصویب شوې) موخه لري چې د ټول افغانستان  په 6450 کلیوالي ټولنو او د بامیان، هرات، جلال آباد، کابل، کندهار، خوست، کندوز او مزار شریف ښارونو کې یو میلیون کورنیو ته د معیشت او عاید فرصتونه برابر کړي. سربېره پر دې،  په همدې سیمو کې به د اټکل له مخې 9.3 میلیونه افغانان د لومړنیو اسانتیاوو او خدماتو لکه پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او بیا رغول شویو سړکونو څخه ګټه پورته کړي. د معلولینو او داخلي بې ځایه شویو خلکو په ګډون، ښځې او زیان منونکې ډلې به ځانګړې مرستې ترلاسه کړي. دا پروژه د UNOPS له خوا پلي کیږي.

د افغانستان د روغتیا د بیړني غبرګون پروژه (د 2022 کال په می میاشت کې تصویب شوې) په ټول هیواد کې له 2,300 څخه زیاتو روغتیایی مرکزونو کې د ملي او نړیوالو خدماتو چمتو کوونکو سره په شریکوالۍ د بنسټيزو روغتیايي او تغذیې خدماتو وړاندې کولو سره، د مېرمنو او ماشومانو لومړني روغتیايي خدماتو ته د دوام لرونکي لاسرسي ملاتړ کوي. د دې پروژه موخه دا ده چې 2 میلیونه ماشومان په بشپړه توګه واکسین کړي او 1.2 میلیونه مېرمنو ته په روغتیایي مرکزونو کې د زیږون اسانتیاوې چمتو کړي. همدا راز، دا پروژه موخه لري چې په ټولنه او روغتیایي مرکزونو دواړو کې د تغذیې خدمات لوړ کړي. دا پروژه د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان له خوا پلي کیږي.

د افغانستان د بیړني خوړو خوندیتوب پروژه (د 2022 کال په جون میاشت کې تصویب شوې)  موخه لري چې د کوچنیو افغان کروندګرو لپاره د خوراکي حاصلاتو تولید زیات کړي ترڅو د خوراکي خوندیتوب د لا خرابیدو مخنیوي کې مرسته وکړي. دا پروژه د ماشومانو، معلولیت لرونکو یا مزمنو ناروغیو لرونکو کسانو او د ښځو په مشرۍ کورنیو د تغذیې اړتیاوې پوره کوي. دا پروژه د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له خوا پلي کیږي.

د غیر دولتي سازمانونو/مدني ټولنو د وړتیاوو د ملاتړ پروژه (د 2022 کال په جون میاشت کې تصویب شوې) د غیر دولتي سازمانونو او مدني ټولنو (NGOs او CSOs) مهمه دنده پیژني چې په ټول افغانستان کې بنسټيز خدمات وړاندې کوي او کار کوي چې د ټاکل شویو ثبت شویو سازمانونو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو د دوی کړنې او اغیزمنتیا ښه کړي. دا پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) لخوا پلي کیږي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې بیړني غبرګون پروژه (EERA) (د 2022 کال په ستمبر میاشت کې تصویب شوې) موخه لري چې زده کړو ته د نجونو او هلکانو لاسرسی زیات او په ټول افغانستان کې د زده کړو شرایط ښه کړي. دغه پروژه د ټولنې په کچه د زده کړو او نوښتګرو طریقو له لارې د تنکیون نجونو په ګډون له ښوونځي څخه بهر ماشومانو لپاره د زده کړو فرصتونو په چمتو کولو تمرکز کوي، ترڅو د ثانوي زده کړو لارې چارې برابرې کړي. دا پروژه همدارنګه په لومړنیو عامه ښوونځیو کې زده کوونکو ته د تدریس او زده کړې موادو په برابرولو سره ملاتړ کوي او په ښوونځیو کې د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي (WASH) اسانتیاوې او د دیوالونو جوړولو په واسطه په ښوونځیو کې د نجونو  د ګډون امکان زیاتوي. دا پروژه د یونیسف لخوا پلې کیږي.

د افغانستان د اوبو د بیړنیو مرستو پروژه (WERP) (د 2023 کال په جون میاشت کې تصویب شوې) موخه لري چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ښځو او نجونو په ګډون  د څښاک پاکو اوبو او د اوبو لګولو خدمتونو ته د 1.2 میلیونه خلکو لاسرسي ښه شي. دا پروژه 16 وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته لومړیتوب ورکوي چې شاوخوا 120  هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي، چې پاکو اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ دي. دا پروژه د امریکا متحده ایالاتو د آغا خان بنسټ او UNOPS له خوا پلې کیږي.

د ثبات او ودې لپاره د کوچنیو پورونو او تشبثاتو ځواکمن کولو (EMERGe) پروژه (د 2024 کال په مارچ میاشت کې تصویب شوې) موخه لري چې په افغانستان کې د کوچنیو پورونو چمتو کوونکو سره مرسته وکړي، څو دوی وکړای شي کوچنيو او منځنیو تشبثاتو ته نوی تمویل چمتو کړي. دا پروژه به د سوداګرۍ پراختیا خدمتونه هم وړاندې کړي چې تمرکز یې د مالي اعتبار وړ کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پر جوړولو او هغه تشبثاتو دی چې په فعاله توګه د مېرمنو لپاره دندې رامنځته کوي. دغه خدمات به د ښځو په مشرۍ کوچنیو سوداګریو سره مرسته وکړي چې له غیر رسمي سپما ډلو څخه رسمي پور ورکولو چینلونو ته انتقال شي. دا پروژه د آغا خان فاونډیشن-افغانستان او د افغان اعتباري تضمین فاونډیشن له لوري پلي کیږي.

د خصوصي سکتور لپاره د نړیوال مالي شرکت (IFC) ملاتړ

نړیوال مالي شرکت (IFC) د نړیوال بانک هغه څانګه ده چې د خصوصي سکتور پر ودې په مستقیم ډول تمرکز کوي. نړیوال مالي شرکت د پانګونې او مشورتي خدماتو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

د افغانستان په نړیوال بانک کې د ونډې پانګونه (د 2015 کال په دسمبر کې تصویب شوې) تر 15 سلنې موخه لري چې د بانک سهم لرونکی جوړښت ښه کړي، د عملیاتي خطر مدیریت پیاوړی کړي، او په مختلفو برخو کې د تجارتي پورونو لپاره یې وړتیا لوړه کړي. په دې توګه به په هیواد کې د مالي ګډون په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د کوچنیو پورونو په لومړي بانک کې د ونډې پانګونه (د 2002 کال په اکتوبر کې تصویب شوې) موخه لري چې په افغانستان کې د دغه بانک د یو پایداره سوداګریزې کوچنیو پورونو ورکوونکې ادارې په توګه ملاتړ وکړي، چې د کوچنیو پورونو پراختیا کې د یو ګټور او زړه راښکونکي سوداګریز فعالیت په توګه مرسته کوي، چې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SMEs) او هغه برخو ته چې مالي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، خدمات وړاندې کوي.

د غضنفر بانک د ښځو بازارونو مشورتي پروژه (د 2020 کال په جون میاشت کې تصویب شوې) موخه لري چې د ښځو متشبثینو لپاره د مالي لاسرسي زیاتولو کې له غضنفر بانک سره مرسته وکړي، د ښځو مشتریانو لپاره د سپما حسابونو په نښه کولو سره مالي ګډون ښه کړي، او د بیلابیلو بازار موندنې چینلونو له لارې ښځینه مشتریانو ته رسېدنه پراخه کړي.

د افغانستان سور انار تولیدی شرکت (د 2021 کال په جون کې تصویب شوې) موخه لري د افغانستان سور انار، چې د خوراکي توکو یو تولیدونکی شرکت دی، د مالي مدیریت سیستمونه یې پیاوړي کړي، د بانکدارۍ وړتیا یې لوړه کړي، او د پراختیا پلانونو ملاتړ یې وکړي.

د افغانستان خصوصي سکتور د پراختیا پروګرام (په 2023 کال کې تصویب شوی) یو  لوی پروګرام دی چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SMEs) او متشبثینو وده، وکالت، عامه او خصوصي سکتور تر منځ مباحثه، د مالي سکتور پراختیا، او د مېرمنو په ملکیت د سوداګریو ملاتړ دی. په دې پروګرام کې لاندې برخې شاملې دي دي:

  • د افغانستان د خصوصي سکتور فورم (د 2024 کال په می کې پیل شوی) یو وکالتي کړنلاره ده چې د حرکت د اقلیم د پانګونې پروګرام سره په همکارۍ جوړ شوی، تر څو د خصوصي سکتور دننه همغږي پیاوړې کړي او د خصوصي سکتور، نړیوالو پراختیایي ادارو او سیمه ییزو چارواکو ترمنځ مباحثې اسانه کړي.
  • دریا د کوچنیو تجارتونو د ودې او چټکتیا پروګرام (د 2024 په فبرورۍ کې پیل شوی) موخه لري چې د اړبنو روزنیزو پروګرامونو، مشورو او لارښوونو له لارې د کوچنیو کاروبارونو او نویو پیل شویو شرکتونو د ودې ملاتړ وکړي، او تر څنګ یې د سوداګرۍ پرمختیا بشپړ خدمتونه وړاندې کړي. دې پروګرام تر اوسه پورې له 900 څخه زیات غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې د تجارت د پیل دوه روزنیز پروګرامونه یې پیل کړي دي، چې یو د میرمنو او بل د نارینه متشبثینو لپاره دی. دا پروګرام د سوداګرۍ ودې لپاره یو لړ خدمات وړاندې کوي، او اوس مهال 66 سوداګرۍ پکې شاملې دي چې له دې جملې 33 یې د ښځو ملکیت دی.

د نړیوال بانک د ګروپ تحلیلي کار

له دې پروژو پرته، د نړیوال بانک ګروپ، د افغانستان د اقتصاد او ټولنې د وضعیت په اړه د څیړنې، څارنې او تحلیلي راپورونو د افغانستان راتلونکی پروګرام اداره کوي. دا د نړيوالې تګلارې مباحثې ته معلومات ورکوي،  په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه ارزوي چې څنګه وکړای شي د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي. په دې پروګرام کې میاشتنۍ اقتصادي څارنه، په کال کې دوه ځله د افغانستان د پرمختګ تازه معلومات، د هوساینې د څار سروې، د جنډر د څارنې سروې، او د خصوصي سکټور چټکه سروې شامله ده.

سربېره پر دې، نړیوال مالي شرکت (IFC) په افغانستان کې د خصوصي سکتور په اړه یو لړ څېړنې ترسره کوي، چې په کې د کرنې، درملو، انرژۍ لېږد او وېش، او د تودوخې د کنټرول لوژستیک (TCL) برخو څېړنې شاملې دي، تر څو د بازار متحرکات، د پانګونې امکانات، د تولید لوړولو شونتیا، او همدارنګه موجوده ستونزې او فرصتونه په ښه توګه وپېژندل شي.